نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د چين كاميابې دورې نه وروستو هيواد ته راروان شو
بیجنګ۔5جنوری نائب وزیر اعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د جنورۍ 3 څخه تر 5 مې نېټې د چين له كاميابې دورې تر سره كولو نه بس بيجنګ څخه پاكستان ته راروان شوے دے۔ نائب وزیر اعظم و خارجه وزير اسحاق ډار په كال 2026ء كښې هغه اولنے خارجه وزير دے څوك چې د چين خارجه وزير وانګ يي ملاقات لپاره بللے ؤ۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال نائب وزير اعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ ي سره په ګډه د پاك چين ستراتيجيكي خبرو اترو مشري وكړه۔ دې سره سره خارحه وزير د چين اېګزېکټو نائب وزیراعظم ډنګ شیوے شیانګ، د کمیونسټ پارټی آف چائنا د نړيوالې څانګې وزير لیو هائي شنګ، د چائنا انټرنېشنل ډوېلپمنټ کوآپرېشن ایجنسۍ چيئرمېن چن شیاوډونګ او د چائنا من مېټلز کارپورېشن نائب صدر شو جی چنګ سره هم ملاقاتونه وكړل۔ د دې دورې په مهال د پاكستان او چين ترمينځه د سفارتی اړيكو 75مې سالګرې په لړ كښې د يادګاري دستورو رسمي پېل هم وكړے شو











