وزيراعظم شهباز شريف ډيجيټلائزيشن د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي

وزيراعظم شهباز شريف ډيجيټلائزيشن د وخت ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي مشرق ډيجيټل بينك جوړېدل به په پاكستان كښې كيش ليس كاروبار او د مالياتي څانګې په پرمختګ كښې سنګ ميل ثابت شي، ځوانان د هېواد د آبادۍ لويه برخه ده ٬ دا ځوانان مونږ لپاره لويې چېلنج او عظيمه موقع ده٬ معيشت پيپر ليس كول او په دې كښې به انساني عمل دخل كمول وي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ پاكستان كښې د مشرق ډيجيټل ريټيل بينك پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران سېنېټر اورنګزيب، احسن اقبال، علي پروېز ملك، حنيف عباسي، جنېد انوار چوهدري، د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد او د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د دوېم ډيجيټل بينك مشرق ډيجيټل بينك جوړېدل خوشبينه دے، د مشرق بينك د مالكانو تعلق متحده عرب امارات سره دے او ھغوي تل د پاكستان په معاشي او سماجي پرمختګ كښې خوښي لري٬ پاكستان او متحده عرب امارات اړيكې قوي كولو لپاره الغرير كورنۍ مهم كردار لري۔ وزيراعظم ووئيل مشرق ډيجيټل بينك جوړېدل به پاكستان كښې د كيش ليس كاروبار او د مالياتي څانګې پرمختګ له سنګ ميل ثابت شي، د مشرق بينك چيف ايګزيكټو آفيسر ځوان دے٬ د پاكستان د آبادۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده٬ دا ځوانان مونږ لپاره لويې چېلنج او عظيمه موقع ده۔ ده ووئيل د سټيټ بينك ګورنر صلاحيت لرونكے دے٬ نئي مانيټري پاليسي كښې پاليسي ريټ په ځائے ساتلے شوے، په هېواد كښې كاروبار، زرعي او صنعتي هلې ځلې او د بېنكاري نظام ته ودهې وركولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل نننے دور د ډيجيټلائزيشن دے او د ډيجيټلائزيشن او جديد ټيكنالوجۍ استعمال سره معيشت ته وده وركړې كېدې شي٬ د معيشت پيپر ليس كول او انساني عمل دخل به كمول وي۔ ده ووئيل مشرق بينك يو لويې بېنك دے او هيله لرو چې پاكستان كښې به ډيجيټل بينك جوړېدلو سره په مالياتي څانګه كښې اولس ته ښه خدمات رسولو له بدلون راشي۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف او د مشرق بينك چيئرمېن عبدالعزيزالغرير په پاكستان كښې د مشرق ډيجيټل ريټيل بينك رسمي پرانسته وكړ

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں