د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار آياز صادق د سندر غاړي عاطف اسلم د پلار محمد اسلم په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد۔  (مانند نیوز) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار آياز صادق د سندر غاړي عاطف اسلم د پلار محمد اسلم په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ خپل يو د غمرازۍ بيان كښې ده د عاطف اسلم او د هغه كورنۍ سره د زړه له كومي نه غمرازي ښكاره كولو سره ووئېل مور پلار د قدرت يوه ځانګړې ډالۍ ده ٬ د دوي جدائي نه راګرځېدونكے زيان او لويې غم دے۔ د غم او دړد په دې وخت كښې د عاطف اسلم او د هغوي د كورنۍ په غم كښې برابر شريك يم۔ ده دعا وكړه لويې څختن دې اراوښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائے وركړي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں

3 × five =