د وزيراعظم شهباز شريف د ريلوے پخواني نظام عصري نظام ته د منتقل كولو ٬ د ريلوے زمكې د نجي څانګې په مرسته كاروباري فعاليتونو له د كارولو هدايت
اسلام آباد(مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف د ريلوے پخواني نظام عصري نظام ته د منتقل كولو ٬ د رېلوے زمكې د نجي څانګې په مرسته كاروباري فعاليتونو له د كارولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې رېلوے دې په منطقه كښې او په خاص توګه آسيائي هېوادونو سره تجارت زياتولو له تګلاره وضعه كړي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا هدايت پاكستان رېلوے سره د اړوندې غونډې مشري كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال ٬ عليم خان ٬ اورنګزېب خان ٬ خواجه آصف ٬ جام كمال خان ٬ اے خان چيمه ٬ سردار اوېس لغاري او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د رېلوېز بحالۍ او پرمختګ لپاره د پورته كړې شوو ګامونو په اړه بريفينګ وركړے شو۔ وزيراعظم ووئيل د رېلوے زمكې دې د نجي څانګې په مرسته كاروباري فعاليتونو له وكارولې شي او رېلوے دې په منطقه كښې او په خاص توګه آسيائي هېوادونو سره تجارت زياتولو له تګلاره وضعه كړي۔ وزیراعظم په پاكستان رېلوېز كښې د پېشه ور او صلاحيت لرونكي افرادي قوت كارولو ٬ د پاكستان رېلوېز پخوانے نظام د روان وخت غوښتنو له مخې په عصري ټېكنالوجۍ ښې د بدلولو او په پاكستان رېلوېز كښې د مال بردارۍ سره سره د سفر خذمات هم ګټور جوړولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم ته بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې د كال 2022 په تباهي خپرونكي سېلاب كښې پاكستان رېلوېز د 10 اربه روپو زيان سره مخ شوه او تر 25 ورځ پاټلۍ د اوبو لاندې پاتې شوې ٬ پاكستان رېلوېز د كال 2022 سېلابونو څخه وروستو د بېلو اقداماتو د لارې خپله كاركردګي ښه كړه٬ په هېواد كښې د مال بردارۍ په ماركيټ كښې د پاكستان رېلوېز برخه 8 فيصده ده٬ د پاكستان رېلوېز رائټ سازئنګ عمل كښې 18 فيصده غېر ضروري عمله فارغ كړې شوې ده۔ بريفېنګ كښې دا هم ووئيلې شوو چې د پاكستان رېلوېز په تھركول مواصلاتي منصوبه تندۍ سره كار روان دے۔











