ګورنر فېصل کریم کنډي د چين سېلګرو صوبې ته د داخلېدو نه په منع كولو د خفګان څرګندونه وكړه٬ لوړ پورو څخه رپورټ وغوښتلے شو

پېښور  (مانند نیوز) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي د چين سېلګرو صوبې ته د داخلېدو نه په منع كولو د خفګان څرګندونه كولو سره لوړ پورو څخه رپورټ غوښتے دے۔د نهې په ورځ خپل بيان كښې ګورنر ووئيل صوبائي حکومت په دې عمل كښې ككړ دے دا صوبې سره دښمني ده٬ تحريك انصاف د وړومبۍ ورځ څخه د پاك چين اړيكې په تباه كولو پسې راغستې٬ كوم ګوند چې ترهګر آباد وي او د چين سېلګري منع كوي د ھغوي هېواد سره دښمنۍ كښې شك نشته۔ده ووئيل صوبائي حكومت د خپل مشر په اشارو پاك چين دوستي متاثره كولو كښې بوخت دے۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں

eighteen − eleven =