تهران (مانند نیوز ډیسک) د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ای پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې شهید شو. د ایران دولتي رسنیو د آیت الله د شهادت تایید وکړ او ویې ویل چې په ټول ایران کې د ۷ ورځو رخصتي او ۴۰ ورځني ماتم اعلان شوی دی. د ایران دولتي رسنیو وویل چې د ایران د ستر مشر لور، زوم او لمسی هم په دې امریکایي او اسراییلي بریدونو کې شهیدان شوي دي. د ایراني رسنیو په وینا، د اسلامي انقلاب ستر مشر په خپل دفتر کې شهید شو. هغه خپلې ټاکل شوې دندې ترسره کولې او د شهادت په وخت کې په خپل دفتر کې و.

د ایران انقلابي ګارد په منځني ختیځ کې د امریکا په ۲۷ پوځي اډو نوی برید پیل کړ.

د ایران د دولتي رسنیو په وینا، د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو (IRGC) ویلي چې د غچ اخیستونکو عملیاتو شپږم پړاو د امریکا او اسراییلو لخوا پر ایران د بمبارۍ په ځواب کې پیل شوی دی.

په بیان کې ویل شوي چې ایران په سیمه کې د اسراییلو او امریکا پر پوځي اډو د توغندیو او ډرون لوی بریدونه کړي دي. د ایران د قضايي قوې مشر ویلي دي چې امریکا او اسراییل باید پوه شي چې د ایران خلک به خامخا د خپل مشر غچ واخلي. هغه وویل چې د امریکا حکومت باید پوه شي چې دا اقدامات به د مسلمانانو په اراده اغیزه ونکړي. مخکې له دې، لوړ پوړو اسراییلي چارواکو ادعا وکړه چې د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه ای جسد له بریدونو وروسته موندل شوی دی. برتانوي رسنیو هم د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي چې د خامنه ای جسد موندل شوی دی. امریکایي چارواکو هم تایید کړه چې دوی باور لري چې خامنه ای او له پنځو څخه تر لسو پورې لوړ پوړي ایراني مشران د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي. د امریکا او اسراییلو لخوا تیره ورځ په ایران باندې په ترسره شویو بریدونو کې ۲۰۱ ایرانیان شهیدان شوي او ۷۴۷ نور ټپیان شوي دي.

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *