اسلام آباد 12فروری د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئېلي دي انټرنېشنل فنډ فار ايګريكلچرل ډوېلپمنټ(آئي ايف اے ډي)منصوبه د هېواد په لرو پرتو او پسمانده سيمو٬په خاص توګه ګلګت بلتستان٬بلوچستان او سوئېلي پنجاب مثبت اثرات مرتب كوي٬حكومت مالي شموليت ته ودې وركولو سره ترسيلات زر د پېداواري څانګو په خاص توګه كركيلې او وړوكې او درميانه درجې كاروبار سره تړي ۔د نېشنل فوډ سكيورټي وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د اټلي پايه تخت روم كښې د آئي ايف اے ډي 49مه ګورننګ كونسل په غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې وزيرانو٬پرمختيائي شراكتدارو٬مالياتي ادارو٬ د نجي څانګې نمائندګانو او د ځوان كل كاروباري كسانو ګډون وكړو او كلي وال پرمختګ٬ كركيلې او د وړو كروندګرو لپاره د جديد مالي وسائل په اړه يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د ګورننګ كونسل په موقع وفاقي وزير د آئي ايف اے ډي صدر الوارو لاریو سره تفصيلي ملاقات وكړو ٬ په دې مهال پاكستان كښې د فنډز په مرسته د جاري پروژو په پېشرفت٬راتلونكو امكانات او ري پلینشمنټ سائیکلز كښې د پاكستان پرله پسې شموليت په اړه خبرې وشوې۔رانا تنوير حسين آئي ايف اے ډي سره د پاكستان د زړې شراكتدارۍ لا قوي كولو د عزم پخلې كولو سره صدر الوارو لاريو ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړ ه ۔صدر الوارو لاريو جولائي 2023 كښې لاس ليك شوے هوم كنټري ايګريمنټ او سږ كال اسلام آباد كښې د آئي ايف اے ډي هوم كنټري آفس جوړولو يادګېرنې سره د پاكستان تاريخي كردار وستائېلو ۔هغه ېه ډېر زر د اسلام آباد دورې له خوښي څرګنده كړه دغسې چې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركړی شي۔په ملاقات كښې پاكستان سره د آئي ايف اے ډي د زيات شوي پورټ فوليو هم جاج واخستلے شو كوم چې دا مهال 1.2 ارب ډالر څخه زيات دے۔دوي د موجوده كنټري سټريټجي له مخې په روانو پروژو د اطمينان څرګندونه وكړه كومې چې په څلورو واړو صوبو كښې كلي وال پرمختګ٬غربت كښې كمي ٬غذائي تحفظ او موسمياتي موافقت پلو ګرځولې شوې۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل آئي ايف اے ډي پروژه د هېواد په لرو پرتو او پسمانده سيمو په خاص توګه ګلګت بلتستان٬بلوچستان او په سوئېلي پنجاب كښې مثبت اثرات مرتب كوي۔رانا تنوير حسين د آئي ايف اے ډي ايګزيكټو نائب صدر ډونل برائون د ر پاكستان راتلونكې دورې هركلے وكړو۔ډونل برائون پاكستان سره د خپلو پخوانو روابط ذكر كولو سره سباؤن كښې نزدې مرستې روانې ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه۔۔ د رانا تنوير حسين دا دوره روم كښې د ملګرو ملتونو ادارو په خاص توګه د آئي ايف اے ډي٬ايف اے او او ډبليو ايف پي سره د پاكستان د فعاله او مثبت شراكتدارۍ څرګندونه ده او د كلي وال معيشت مضبوطيا٬غذائي تحفظ او پائيدار زرعي پرمختګ لپاره د حكوم عزم عكاسي كوي۔ ليکنه چليدنه د ميرمنو معاشي او سياسي شموليت د هيواد پرمختګ لپاره ضروري دے: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ميرمنو نړيوالې ورځ په موقع پيغام د بتخیله ظفر پارک ته نږدې د زهرجن ګاز لیکیدو له امله دولس کسان بې هوښه شول