محسن نقوی ډيره بګټي كښې د سيكيورټي فورسز په كامياب كارروائي پيرزوئنې وړاندې كړي
اسلام آباد (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی كښې د سيكيورټي فورسز په كامياب كارروائي پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې قوم په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د خپلو ځواكونو سره ولاړ دے۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير د 5 هندي اسپانسرډ ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پیشه وره صلاحیتونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره کارروائی کولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه كړي۔ محسن نقوی ووئيل بلوچستان كښې امن لپاره د ځواكونو عمليات د ستائني وړ دي او امن دښنه عناصرو تر بشپړه ختمولو له دا ډول اقدامات روان وي۔ده په ډاګه كړه چې د هند حمایت یافته ترهګرو او د هغي سهولت کار به هيڅ ډول كښې زغملے نشي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل ټول قوم په بلوچستان كښې د ترهه ګرو ختمولو لپاره د امنيتي ادارو سره ولړ دے۔











