سيالکوټ (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د پي ټي آئي قيادت او د هغوي بهر هېوادونو كښې ناست عناصر غلط الفاظ استعمالولو سره د هېواد د پوځ او د شهيدانو قربانۍ نظرانداز کوي۔د خالي په ورځ سيالکوټ كښې ميډيا سره خبري اتري كولو سره ده ووئيل ټولټاكنو نه پس د پاکستان تحريك انصاف قيادت او عهديدارو چې كومه رويه خپله كړي هغه سياسي نه ده۔ده ووئيل د پي ټي آئي ځيني لارښود او عهديدار په سوشل ميډيا ښكاره سپكي توري وائي۔ده ووئيل د پي ټي آئي موجوده قيادت، كه هغه پھ زندان كښې دے يا بهر دے، پارليمنټ كښې دے يا بهر، ټول يو ډول غلط الفاظ استعمالوي۔ پي ټي آئي هغه عناصر كوم چې بهر هېوادونو كښې ناست دي،هغوي هم غلط الفاظ او غير ذمه واره الفاظ استعمالوي۔هغوي دا دعويٰ هم كوي چې د پي ټي آئي سره نه يو،بيا هم پھ عملي توګه يو ډول بيانيه او هغه غلط الفاظ استعمال ته وده وركوي۔د دفاع وزير ووئيل افراد او ادارو په اړه كه دا ډول الفاظ استعماليږي نو بيا ردِعمل يو فطري خبره ده۔ده ووئيل دغه كسانو به اقتدار كښې هم دا ډول حركتونه كول۔د هغوي ليډر د نورو تضحيك لپاره لوپټه اچولو سره به نقلونه كول،هغه به د محمود خان اچکزئي صاحب نقل كولو كوم چې نن هغه سره ولاړ دے۔د ميرمنو په اړه نامناسب الفاظو استعمال هم د هغوي د پخواني سياست برخه وه۔خواجه محمد آصف ووئيل كه ډي جي آئي اېس پي آر په دغه رويه كوم ردِعمل وركړې نو هغه نهايت مناسب او متوازن دے۔ ده ووئيل ما د ګڼو شهيداننو په جنازو كښې كډون كړې،د هغوي كورنو ته تللې يم، وزيرِ اعظم سره مه د غمجنو كورنيو سره ملاقاتونه كړي،خو ما چرې هم د پي ټي آئي کوم لارښود په جنازه كښې نه دې ليدلې۔ده ووئيل پي ټي آئي په يوه صوبه كښې حكومت دے او هغه صوبه كښې تر ټولوز يات كسان شهيدان شوې۔د وسله والو ځواكونو ځوانان كه هغه د پنجابيان وي، پوښتانه وي، بلوچ، سندھي،ګلګت يا بلتستان څخه وي ټول د هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوي،خو د پي ټي آئي قيادت د هغوي د قربانيو اعتراف هم نه كوي۔خواجه محمد آصف ووئيل تير وخت كښې هم مونږ د پوځي حکومتونو په مهال په اسټيبلشمنټ تنقيد کړې،خو د شهيدانو د جنازو په مهال غلط الفاظ نه دي استعمال کړې شوي، د هغوي په جنازو كښې ګډون څخه ډډه كول، دا پاکستانيت نه بلکه پاکستان سره دښمني ده او مونږ دا چري هم نه شو هيرولې ليکنه چليدنه پي ټي آئي سره د خبرو اترو امکان ختم شوے۔سينيټر رانا ثناء اللہ محسن نقوی ډيره بګټي كښې د سيكيورټي فورسز په كامياب كارروائي پيرزوئنې وړاندې كړي