پېښور (مانند نیوز)د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د اړخه په چشمه لفټ کینال منصوبه وزیراعظم محمد شهباز شریف ته چيټۍ ليكل د ستائنې وړ ګرځولې ده۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ محمد سهیل خان آفریدی د اړخه وزیراعظم محمد شهباز شریف ته په چشمه لفټ کینال منصوبه د چيټۍ ليكلو په اړه وئيلي دي چشمه لفټ ګریویټی کینال يواځې د ډیرہ اسماعیل خان او جنوبی ضلعو نه بلكه د صوبې او هېواد د زرعي و معاشی پرمختګ يوه مهمه منصوبه ده۔ده ووئيل د وړومبۍ ورځ څخه زما دا موقف ؤ چې د وفاق د مرستي نه غير د صوبې چاري نه شي چليدلې۔ د صوبې پرمختګ او امن بحاليدل د وفاق د مرستي او كردار نه غير ممكن نه دے۔ده ووئيل چشمه لفټ کینال منصوبه به په 6 پړاؤونو كښې بشپړولې شي د كومي د وړومبي پړاؤ پرانسته به چې ډيره زر وكړې شي ليکنه چليدنه بنو كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد كامياب عمليات باندي محسن نقوي فورسز ته پيرزوئنې افغان عبوري حكومت د ترهه ګرو په ضد كوټلې او د تصديق وړ كارروائي نه كوي۔ ډي جي آئي اېس پي آر