اسلام آباد (اے پي پي) د كورنييو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بنوں كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد كامياب عملياتو كښې د 22 ترهه ګرو په وژلو سكيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔خپل يو بيان كښې محسن نقوي ووئيل سكيورټي فورسز يو ځل بيا په وخت او كوټلي كارروائي كولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړل ، خېبرپښتونخوا كښې د فتنه الهندوستان ناسور ختمولو لپاره د فورسز پرله پسې او كاميابه كارروائي د وياړ وړ ده ۔ده ووئيل د قام په ملاتړ به د پاكستان څخه د فتنه الهندوستان ناپاك وجود په بشپړه توګه ختمولې شي او د هغوې سهولت كارو ته به چرته هم د پټيدو ځاے ترلاسه نه شي۔محسن نقوي ووئيل ټول قام په خپلو مېړنو سكيورټي فورسز وياړ لري او د هېواد دفاع لپاره هر ډول قربانۍ وركولو له چمتو دي۔ ليکنه چليدنه نړيواله حسن قراﺀت مقابله ٬ قرآن حكيم يوه بشپړه تګلاره وړاندې كوي : د مذهبي چارو سيكرټري ډاكټرعطاﺀ الرحمن د سہیل افریدی په چشمه لفټ کینال منصوبه وزیراعظم ته چيټۍ د ستائنې وړ ده ګورنر