اسلام آباد(مانند نیوز) د خېبر پښتونخوا ګورنر وئيلي دي چې په خيبر پښتونخوا كښې امن نه يوازې د صوبې بلكې د هېواد پرمختګ لپاره هم ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پخواني وفاقي وزير جے جے جمال په كور د هغه په مشرۍ كښې د امن جرګې په هڅه د كوهاټ د نوموړي سياسي او سماجي كورنيو امجد خان او ملك اسد خان ترمينځه د صلحې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د پي پي پي صوبائی صدر علی شاہ باچا ، پخواني وفاقي وزير ساجد حسین طوری ،د امن جرګې غړو او د صوبې قبائلي مشرانو په شمول ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ ګورنر د جرګې په هڅو د ملک اسد خان او امجد خان آفریدی د كورنيو ترمينځه صلح زياته خوشبينه وګرځوله۔ ده ووئيل مونږ له به يو موتې كېدو سره خپلې مسئلې حل كول وي۔ ده ووئيل دا ننے اقدام نه يوازې دې كورنيو او صوبې بلكې هېواد لپاره هم زيات اهم دے۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes ليکنه چليدنه ټول سټيك هولډرز دې د اروپائي ائتلاف جی ایس پی پلس مانیټرنګ مشن راروانې دورې تياريانو ته حتمي شكل وركړي: د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار هدايت د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د خبريال حاجي نواز رضا د كزن ځوي په ترافيكي پيښه كښې په حق رسيدو د افسوس څرګندونه