اسلام آباد۔(مانند نیوز) نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار ټولو سټېك هولډرز ته هدايت كړے دے چې هغوي دې د اروپائي ائتلاف جی ایس پی پلس مانیټرنګ مشن راروانې دورې تياريانو ته حتمي شكل وركړي: د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د پاکستان د تجارتي بهترۍ تګلارې او معاشي سفارتكارۍ بېلو اړخونو جاج اغستلول له د يوې اعلی كچې بېن الوزارتي غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، خارجه سېكتره آمنه بلوچ، د تجارت وزارت سېکترانو اون د بېلو اړوندو وزارتون اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ نائب وزيراعظم ټولو سټيك هولډرز ته د اروپائي ائتلاف جی ایس پی پلس مانیټرنګ مشن راروانې دورې تياريانو ته د حتمي شكل وركولو هدايت وكړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې جی اېس پی پلس پاکستان او اروپائي ائتلاف دواړو لپاره يو ون – ون فرېم ورك دے۔ ده ددې خبرې پخلے وكړو چې د پاکستان معاشی سفارتکاری مضبوط جوړول هېواد د خارجه پالېسۍ يوه مهمه ترجيح ده۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes ليکنه چليدنه ټول سټيك هولډرز دې د اروپائي ائتلاف جی ایس پی پلس مانیټرنګ مشن راروانې دورې تياريانو ته حتمي شكل وركړي: د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار هدايت په خيبر پښتونخوا كښې امن د هيواد پرمختګ لپاره ضروري دے ٬ فيصل كريم كنډي