كراچۍ (مانند نیوز) د پاكستان پيپلزپارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي د ماحول تحفظ او نوي كول لپاره زمكه خوندي كولو لپاره سمدلاسه او اجتماعي اقداماتو ته اړتيا ده۔ د ماحوليات نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل پاكستان ته د ګرين انقلاب ضرورت دے، داسې ګرين انقلاب كوم چې يوازې تر رزاعت محدود نه وي بلكې سوچ، ګورننس او زمونږ امروزه ژوند كښې هم شامل وي۔ ده ووئيل مونږ د ماحوليات نړيوالې ورځې په موقع د شهيد بېنظير بهټو بصيرت ته پېرزوئنې وړاندې كوؤ٬ شهيد بېنظير بهټو ماحول دوست سوچ ته ھغه وخت په قامي توګه ترجيح وركړې وه كله چې نړۍ په دې لړ كښې په ابتدائي پړاٶ كښې وه۔ د شهيدې بي بي وژن نن هم زمونږ د توان پاليسۍ، د ځنګلونو تحفظ او د آبي وسائل د بقاء په عزم كښې ژوندے دے۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د انسانانو د غفلت، لالچ او بے حسۍ په سبب زمكې ته د رسيدلي زيان د خاتمې به سوچ كول وي٬ مونږ چې په كومه زمكه مېشته يوو٬ سا اخلو او اوبه څښو ھغه هر څه چغې وهي چې ځوانان د راتلونكي سباون نګهبان دي٬ دوي دې خپل غږ٬ خپل ووټ او خپل وژن وكاروي۔ ليکنه چليدنه د وزيراعظم د ډيجيټل ميډيا خصوصي مرستيال فهد هارون د برطانیې د پولیټکل قونصلر زوئی ویئر په درناوي كښې د مخه ښې دستوره كښې ګډون مسلمانان دے د پاك پروردګاراو رسول اكرم (ص) په تعليمات عمل وكړي او تقوي دې اختيار كړي:د شيخ ډاكټر صالح د حج خطبه٬ فلسطيني مسلمانانو لپاره خصوصي دعا