اسلام آباد۔ (مانند نیوز) وزير مملكت او ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال فهد هارون د برطانیې د پولیټکل قونصلر زوئی ویئر په درناوي كښې د مخه ښې دستوره كښې ګډون وكړو۔ په پاكستان كښې د برطانييې هائي كمشنر جېن میرېټ د دستورې كوربتوب وكړو كومه چې د هغه په استوګنه كښې وكړې شوه۔ په دستوره كښې د كابينې غړو ، سفارتکارو ، سینئر سرکاری افسرانو او د سول سوسائتۍ نوموړو شخصياتو ګډون وكړو۔ د دستورې مقصد د برطانیې پولیټکل قونصلر زوئی ویئر په زړه پورې خذماتو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كول او د پاک۔برطانیه اړيكو په مضبوطولو كښې د هغې كردار ستائل وو۔ په دې موقعه د وزيراعظم خصوصي مرستيال او وزير مملكت فهد هارون د زوئی ویئر د مخلصانه تړون او د هغې د مثبت سفارتي كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل زوئی ویئر اصول پسنده او فرض ترسره كوؤنكې سفارتكاره پاتې شوې ده۔ د پاكستان او برطانيې ترمينځه تفاهم او دوه اړخيزه باور ته وده وركولو كښې د دې هڅې فعاله او تلپاتې پاتې شوي دي٬ مونږ د دې د ملګرتيا او عزم مننه كوو۔ ده د زوئی ویئر د سفارتي کېریئر وړاندې پراؤ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده باور وركړو چې د پاکستان او برطانيې ترمينځه ستراتيجيكي همكارۍ ته به د ټولو مشتركه ګټو په څانګو كښې لا وده وركولې شي۔ ليکنه چليدنه د سند طاس لوظنامې له مخې اوبه د پاکستاني ولس حق دی- وزیراعظم شهباز شریف د ماحول تحفظ او نوي كول لپاره زمكه خوندي كولو له به فوري او ګډ ګامونه پورته كول وي: بلاول بھټو زرداري