اسلام آباد (مانند نیوز) د کشمير،ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په مقبوضه جموں او کشمير د غير قانوني تسلط باوجود هند پخپله ځان ته جمهوريه وئيل د شرم خبره ده۔د اتوار په ورځ د هند جمهوريه ورځ د توري ورځ په توګه لمانځلو په اړه خپل خصوصي بيان كښې وفاقي وزير ووئيل يو پلو هند د جمهوريه ورځ لمانځي او بل پلو هغوي د کشميريانو بنيادي حقونه غصب کړې دي۔هند په مقبوضه جمو او کشمير كښې بدترين ظلمونه كوي۔دا خبره د افسوس وړ ده چې هند تيرو 7 لسيززو راهسې په غير قانوني توګه د جمو او کشمير اولس د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتلے او په هغوي جبر، تشدد او بربريت کوي۔د دغي ظلمونو باوجود د کشميريانو جذبه د ستائني وړ ده او د هغوي د آزادۍ هلي ځلي زورولې كيدے نشي۔ده ووئيل د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوم چې هند په مقبوضه جمو او کشمير كښې د ظلم او بربريت او انساني حقونو خلاف ورزو څخه منع كړي، پاکستان به د بهادر کشميريانو منصفانه هلو ځلو او د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د هغوي بشپړه سياسي، سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي۔ ليکنه چليدنه وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د ورلډ بانك نائب صدر مارټن ریزر ملاقات٬د قوي اقتصادي اړيكو لا ودې او د توان تحفظ په څير شريكو چېلنجونو مخ نيوي لپاره په شريك عزم زور د وزيراعظم شهباز شريف د ريلوے پخواني نظام عصري نظام ته د منتقل كولو ٬ د ريلوے زمكې د نجي څانګې په مرسته كاروباري فعاليتونو له د كارولو هدايت