اسلام آباد (مانند نیوز)د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه او سياسي چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله رحيم يار خان كښې د كچے په سيمه كښې د پوليس په ګاډو د ډاكوانو لخوا د بريد سخته غندنه كړې۔ده د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره وئېلي چې په دې سخت وخت كښې د شهيد پوليس اهلكارو كورنيو او پنجاب پوليس سره ولاړ يو۔ده د پنجاب حكومت او پنجاب پوليس آئي جي څخه غوښتنه وكړه چې د دې دړدېدلې پیښې تورن دې په سمدستي توګه نيولو سره خپل انجام ته ورسولې شي۔ شهيد پوليس اهلكارو ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كولو سره رانا ثناﺀ الله ووئيل چې د خپل هېواد او فرض په خاطر د وركړې شويو شهيدانو قربانۍ به بې ضائع نه ځي٬مونږ به په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ ناسور ختموؤ۔ ده د ژوبل شويو پوليس اهلكارو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ ليکنه چليدنه ګورنر فېصل کریم کنډي د چين سېلګرو صوبې ته د داخلېدو نه په منع كولو د خفګان څرګندونه وكړه٬ لوړ پورو څخه رپورټ وغوښتلے شو صدر مملکت آصف علي زرداري پشين كښې د چاؤدنې غندنه ٬ د ماشومانو په شهادت د غم دړد څرګندونه