د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جناح انټرنيشنل ائيرپورټ دوره
اسلام آباد/کراچۍ (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جناح انټرنيشنل ائيرپورټ دوره وكړه او په کاونټرز ئې د اميګريشن پراسيس جاج واخست۔د كورنيو چارو وزارت له مخې په دې مهال د كورنيو چارو وزير محسن نقوي بهر هېوادونو ته تلونكو مسافرو سره ملاقات وكړو او اميګريشن پراسيس په اړه ئې معلومات ترلاسه كړل۔ده سعودي عرب ته تلونكو ځيني مسافرو د مزل دستاويزات وكتل۔د كورنيو چارو وزير د اېف آئي اے چارواكو څخه د ځيني مسافرو د مزل دستاويزات تصديق هم وكړو۔په دې مهال ځيني مسافر د پوښتنو سم ځواب وركولو څخه قاصر ؤ او خپل ملازمت په اړه ئې صحيح معلومات نه دې وركړي۔د كورنيو چارو وزير نامکمل دستاويزات لرونكي 3 مسافرو منع كونكي ايف آئي اے اے اېس آئي عامر لاشاري حوصله افزائي کولو سره ووئيل عامر لاشاري د فرض شناسۍ اعلي مثال جوړ ګړې۔ محسن نقوي ووئيل دا ډول صلاحيت لرونكي ايف آئي اے ملازمان زمونږ سرمايه دې۔ محسن نقوي ووئيل نامکمل او غير تصديق شوش دستاويزات لرونكي مسافرو له به په هيڅ صورت د مزل اجازه نه شي وركولې۔ده ووئيل ځآني مسافر پيشه وره سوالګري دي كومو له به چې چرې ههم د مزل اجازه نه شي وركولې۔ محسن نقوي ووئيل د پاکستان عزت تر ټولو زيات عزيز دے، په دې به چرې هم سمجهوته نه شي كولې۔ده ووئيل درست دستاويزات لرونكي مسافر به چرې هم د مزل څخه نه شي منع كولې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د پاکستان وقار زياتولو او مسافرو له آسانيو پيدا كولو ته به پام لرنه كولې شي۔ د کراچۍ ريجنل ډائريکټر ايف آئي اے هم په دې موقع موجود ؤ۔











