د پي ټي آئې باني په پمز هسپتال كښې د سترګو طبي معائنه وكړې شوه٬ د پي ټي آئي باني بيخي روغ او صحت مند دے٬ عطاﺀ الله تارړ
اسلام آباد (مانند نیوز) د اطلاعات او خپړونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تاړ وئېلي دي د طبي پوهانو په وړاندېز د پي ټي آئي باني په پمز هسپتال كښې د سترګو طبي معئانه وكړې شوه ٬ د پي ټي آئې باني بيخي روغ دے ٬ ټولو بنيدوانو ته د صحت اسانۍ تر لاسه دي۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئېل د سترګو طبي پوهانو په اډياله زندان كښې د پي ټي آئي باني د سترګو معائنه كړې وه د كومې نه پس چې هغوي وړاندېز وركړو چې د معمولي طبي كاروائۍ لپاره د دوي پمز ته بوتلل ضروري دي۔ ده ووئېل د سترګو د طبي پوهانو په وېنا تېره اونۍ د شپې هغه پمز هسپتال ته بوتللے شو چرته چې د هغه د سترګو معائنه وشوه ٬ د پي ټي آئې باني د تحريري رضا مندۍ نه پس نزدې تر 20 دقيقي طبي كاروائي وشوه د كومې نه پس چې هغه د ضروري هدايات سره بېرته اډياله زندان ته بوتللے شو۔ ده ووئېل د طبي كاروائۍ په مهال د پي ټي آئې باني بيخي روغ او اسټېبل ؤ او روغ جوړ ؤ۔ ده ووئېل ټولو بنديوانو ته تر طبي اسانيو رسنه تر لاسه وي ٬ دا د رولز تر مخه عمل دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات وزير ووئېل د طبي معائنې په مهال د پي ټي آئې باني بيخي روغ ؤ ۔ د طبي پوهانو وېنا وه چې د دوي د معمول طبي كاروائۍ لپاره پمز ته بوتلل ضروري دي او د رضا مندۍ نه پس په شل منټه كښې د كاروائۍ تر سره كېدو نه پس هغه بېرته بوتللے شو۔











