اسلام آباد۔14جنورید نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د بېن الوزارتي كمېټۍ غونډه وشوه په كومه كښې چې د تېل او ګاز څانګې د موجوده قيمتونو ډھانچې جاج واغستے شو۔ د نائب وزیر اعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د عمل وړ پالېسۍ لاندې د قيمتونو د تعين په فرېم ورك د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ غړو د موجوده تګلارې جاج واغست چې مقصد يۍ توانائي زياته ارزانه ٬ تلپاتې او د څانګې مجموعي كاركردګي ښه كول دي۔ نائب وزیر اعظم او خارجه وزير د پاكستان د توان په ماركيټونو كښې شفافيت او مؤثريت باوري كولو له د حكومت عزم تكرار كړو۔ په غونډه كښې د بېن الصوبائي رابطه ٬ برېښنا او توان وزيرانو او د وزيراعظم مرستيالانو طارق باجوه او بلال اظهر كياني په شمول د نجكارۍ سلاكار ٬ د پاور سېكټر فورس مشر او د اېف بي آر چيئرمېن ګډون وكړو ليکنه چليدنه افغانستان د هند لپاره خپل وړومبے او رسمي استازے مقرر کړو د وفاقي وزير محسن نقوي د نيشنل پوليس اكيډمۍ دوره ٬ اے ايس پيز لپاره د پلاټونو ٬ بيجنګ كښې تربيې او تنخاګانو كښې د زياتوالي اعلان