اشک آباد۔(مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف نړيوالو لارښودو سره د تركمانستان د مستقلې غير جانبدارۍ پاليسۍ علامت “يادګار غير جانبداري” دوره كړې ۔ وزیراعظم د جمعې په ورځ د تركمانستان په پلازمينه اشك آباد كښې په يادګار غېر جانبداري ګلونه وشيندل۔ په دې موقع د روسيه صدر ولادي مير پيوټن ٬ ترك صدر رجب طيب اردوان او د تركمانستان صدر بردي محمدوف په شمول يو شمېر نړيوال لارښود موجود وو۔ وزیراعظم شهباز شریف د امن او باور نړيوال كال ٬ د غېر جانبدارۍ نړيوالې ورځ او د تركمانستان د 30 كلنې مستقلې غېر جانبدارۍ سالګرې سره اړوند فورم كښې ګډون لپاره دا مهال د تركمانستان په دوره دے۔ وزيراعظم به په فورم كښې ګډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *