پېنډۍ۔(مانند نیوز) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي د نوموړي امپائر خضر حيات په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ ده غمجنې كورنۍ سره غمرازي كولو سره ووئيل چې د خضر حيات په حق رسېدل پاكستان كركټ لپاره يو لوے زيان دے۔ محسن نقوی ووئيل د كركټ مېچونو په مهال نړۍ د هغه د پرېكړو معترف وه۔ هغه د خپله پېشه ور معيار ٬ ايماندارۍ او تجربې له امله يو ځانګړے مقام لرلو۔ ده زياته كړه چې كركټ لپاره د هغه خذمات به تر اوږدې مودې ياد سالې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *