پېنډۍ(اے پی پی) د جوائنټ چیفس آف سټاف کميټۍ چیئرمین جنرل ساحر شمشاد مرزا د برونائی دارالسلام سرکاری دورې په مهال سلطان حاجی حسن البلقیه معیز الدین ولدوله د د دفاع دوهم وزير سره ملاقات وكړو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن د وزیراعظم آفس منسټر او د دفاع دوهم وزير مېجر جنرل (ر) یانګ برہورمت پېهن داتو لېلاراجا او کمانډر رائل برونائي آرمډ فورسز مېجر جنرل داتو پدوکا سری حاجی اېم هزائمی بن بول حسن سره جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل۔ ده په مُوآرا نېول بېس د موجود کے ډي بي دارالامان او ډیفنس اکېډمي رائل برونائي آرمډ فورسز هم دوره وكړه چرته چې ده سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د خذمات په سرخط خطاب وكړو۔ ده د کمانډ اېنډ اسټاف کورس ګډون كوونكو سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ګډون كوؤنكو كښې د 19 هېوادونو افسران هم شامل وو۔ په دې ملاقاتونو كښې د نړيوالې او سيمه اېزې سلامتيا په بدلېدونكې وضعه دخيالاتو څرګندونه وشوه۔ جنرال ساحر شمشاد برونائي دارالسلام سره د دفاعي اړيكو لا مضبوطولو د عزم پخلے وكړو۔ ده برونائي دارالسلام سره د پاكستان د ورورولۍ اړيكو په ډاګه كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاعي او عسكري مرستې لا مضبوطولو عزم لرؤ۔ سلطان معظم او د برونائي دارالسلام سول او عسكري مشرتابه د پاکستانو وسله والو ځواكونو د اعلی پېشه ور معيار ٬ كارنامو او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانيو ستائنه وكړه۔ چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټي ته رائل برونائي آرمډ فورسز هېډکوارټر ته په رسېدو يوې چټك ډلې ګارډ آنر وړاندې كړو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *