اسلام آباد (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سيمي کنډکټر پروګرام د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي په نړۍ كښې د سيمي کنډکټرز په اړه د بيانيې جنګ روان دے، په سيمي کنډکټرز او مصنوعي زېركتيا عبور ترلاسه كوٶنكي قامونه به د نړۍ د سباٶن واكمند وي٬ آئي ټي، اے آئي او سيمي کنډکټرز په څېر څانګو كښې ځوانانو ته تربيه وركول ضروري ده، حکومت به دې منصوبې لپاره نور وسائل هم وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پاکستان كښې سيمي کنډکټر لپاره انسپائر انيشي ايټو اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دستوره كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار،وفاقي وزيرانو شزا فاطمه خواجه، احسن اقبال ٬ عطاء تارړ، جام کمال خان، خالد حسېن مګسي، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں، نوموړې د ټيکنالوجي كار پوهه ډاکټر نويد شيرواني، اعلي سرکاري چارواكو٬ د ټيکنالوجي پوهانو، د علم خاوندانو او زده كوٶنكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل سيمي کنډکټر پروګرام د وخت ډېر مهم ضرورت دے او دا يو تاريخي اقدام دے٬ د دې په تيارۍ كښې برخه اخستوونكې د ټولو كسانو كردار د ستائنې وړ دے، نړۍ كښې د سيمي کنډکټرز په اړه د بيانيه جنګ روان دے٬ په سيمي کنډکټرز او مصنوعي زېركتيا عبور ترلاسه كوٶنكي قامونه به د نړۍ په سباٶن واكمني لري٬ آئي ټي، اے آئي او سيمي کنډکټرز په څېر څانګو كښې ځوانانو ته تربيه وركول ضروري ده، حکومت به دې منصوبې لپاره نور وسائل هم وركوي۔ وزيراعظم ووئيل لوي څښتن پاكستان ته ډېر قدرتي وسائل وركړې ٬ زمونږ ذمه واري ده چې دې وسائلو څخه بشپړه ګټه پورته كړو او قام د دې نه خبر كړو۔ ده ووئيل سيمي کنډکټر د پاکستان د مستقبل او د ځوانانو منصوبه ده٬ په سيمي کنډکټرز او مصنوعي زېركتيا عبور ترلاسه كوٶنكي قامونه به د نړۍ په سباٶن حكمراني كوي، په پي اېس ډي پي كښې دې پروګرام لپاره 4.5 اربه روپۍ اېښودې شوې دي٬ دا يو پېل دے، ده ووئېل حکومت به منصوبې لپاره نور وسائل هم وركوي۔ وزيراعظم ووئيل ځوانانو لپاره په نورو بېلو پروګرامونو عمل روان دے، پاکستان ډيجيټل اتھارټي جوړه كړې شوې٬ اېف بي آر سل فيصده ډيجيټائز كوٶ، حکومت د ډيجيټل پاکستان وژن له مخې يو شمېر منصوبې پېل كړي چې پكښې د اېف بي آر ډيجيټائزيشن، د كيش ليس اکانومي، د ډيجيټل والټس مهمې منصوبې شاملې دي، نور هېوادونه هم پاکستان كښې د دې پروګرامونو ستائنه كوي۔ وزيراعظم ووئيل په پروژه كښې مستحقو كسانو لپاره شل اربه روپۍ بېلې كړې شوې وې،په يوټيلټي سټورز كښې په لويه كچه كرپشن ٶ٬ قطارونه به ولاړ وو٬ دغه تل لپاره بند كړې شوي، مونږ د دغې په ځاے په روژه كښې د ډيجيټل والټس د لارې 20 اربه روپۍ مستحقينو ته نېغ په نېغه منتقل كړې شوې، ډيجيټل والټس د هېواد په تاريخ كښې د خپل نوعيت ورومبۍ تجربه وه، راتلونكي كال كښې به دا لا پراخه كولې شي، ده ووئېل د پاکستان حکومت به ډيجيټل وژن مخ په وړاندې بيايي۔ وزيراعظم ووئيل ځوانان زمونږ اثاثه او د ټولو نه زياته قېمتي سرمايه ده، آئي ټي، اے آئي او د سيمي کنډکټرز په څېر څانګو كښې د ځوانانو تربيه ضروري ده، دوي ته چې څومره تربيه وركولې شو وركوٶ به، په دې څانګه كښې ډېر صلاحيت شته ، ده ووئېل مونږ له به اوس دې لپاره مكمل كار كول وي۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه٬ ډاکټر نويد شيرواني هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم شهباز شريف د نيشنل سيمي کنډکټر پروګرام په رسمي توګه اجراء وكړه۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes ليکنه چليدنه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازو په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف وزريو د هند ځواب وركونكي ګرځولو غوښتنه د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې