ميکسيکو سټي  (مانند نیوز) ميکسيکو كښې د باران له امله بېلو پېښو كښې 23 كسان مړه شوې دي۔ اے اېف پي له مخې د ميکسيکو سول پروټيکشن اتھارټي چارواكو ووئيل د هېواد په 32 كښې په 31 رياستونو كښې بارانونه شوې چې پكښې زيات ځپلې شوي ختيز رياست ويراکروز ، مينځنې رياست کيريټارو ، هيدالګو او مينځنې ختييز رياست سان لوئيس پوټوسي شامل دي، هيدالګو رياست كښې 16 كسان مړه شوې دي دغسې 1000 څخه زياتو كورونو ته زيان رسيدلې دې، پويبلا رياست كښې 5 كسان مړه شوې دغسې 11 كسان بے دركه شوې دي۔ويراکروز كښې يو کم عمره ماشوم دغسې کيريټارو كښې يو پوليس افسر مړ شوے۔صدر کلاؤډيا شينبام ځائې چارواكو او د کابينې غړو سره غونډي نه پس په سوشل ميډيا پليټ فارم ايکس ووئيل مونږ د ځپلې شوي آبادۍ مرستي، سړکونو بحالۍ او بجلي وركولو له كار كوو،پوځ ته ځپليو سيمو كښې امدادي سامان وركولو سپارښته شوې ده۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *