اسلام آباد(مانند نیوز) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ايااز صادق مېجر عزیز بھټی شهید (نشان حېدر) ته د هغه په 60 م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د ميجر عزيز بھټي شهيد قرباني د ملي تاريخ يو ځلنده باب دے۔ د جمعې په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې نشان حېدر د مېجر عزیز بھټی شهید د بې مثاله قربانۍ اعتراف دے۔ قام به خپل عظيم فرزند مېجر عزيز بھټي شهيد تل ياد ساتي۔ مېجر عزيز بھټي شهيدؒ د كال 1965 جنګ كښې ځانګړې مړانه اوښودله۔ د هغه مړانې ته سلام كوم۔ په 12 ستمبر 1965 مېجر عزیز بھټیؒ شهید د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ د لاهور په بركي سېكټر كښې هغه تر 5 ورځو د دښمن مړانې سره مقابله وكړه۔ ده ووئيل پاك پوځ تل د هېواد د پولو حفاظت كړے دے۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *