پېنډۍ  (مانند نیوز) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف ته د تركيه اعليٰ عسكري اعزاز “ليجن آف ميرټ آف دي ترك آرمډ فورسز” وركړېے شوے٬ د تركيه نېول فورسز هيډكوارټرز ته په رسېدو د پاك بحريه مشر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو ۔ ايډمرل نويد اشرف په دې موقع د تركيه نيول فورسز كمانډر سره ملاقات وكړو او د دواړو هېوادونو د بحريه ترمېنځه په مرسته او د شريكې خوښې په چارو ېې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د تركيه د سركاري دورې په مهال نيول چيف د تركيه دفاع وزير، چيف آف جنرل اسټاف او كمانډر تركش نيوي فليټ سره ملاقاتونه وكړل چې پكښې په سيمه ايزې مېري ټائم سكيورټي، دفاعي شراكت دارۍ، مشتركه مشقونو او د تربيې صلاحيتونو ته په وده زور راوړلے شو٬ د پاك بحريه د ملجم پراجيكټ جاج اخستو لپاره نېول چيف د استنبول نيول شپ يارډ دوره هم وكړه٬ د ګولچك نيول بېس دورې په مهال ايډمرل نويد اشرف د آبدوز د تعميراتي صلاحيتونو مشاهده هم وكړه٬ نيول چيف د تركش بېړۍ او د تركيه په بحريه كښې د يو شمېر نيول تنصيبات دوره وكړه او د مصطفٰي كمال اتاترك په مزار يې د ګلونو څادر خپور كړو ٬ د پاك بحريه مشر د تركيه دورې څخه به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د بحريه مرسته لا زياته شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *