بيجنګ (مانند نیوز) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي چې اوسني سيمه ايز تاؤ ترېښوالي كښې چين د پاکستان غير مشروط حمايت كړې،سي پيك مزل د سفر کاغذ څخه تر اربونو ډالره منصوبے ته رسيدلې، پاك چين ملګرتيا په بدل شوي حالات او په هر دور كښې نوره هم قوي كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين نائب خارجه وزير سن ويډونګ سره د ملاقات په مهال كړي۔دې څخه وړاندې د چين نائب خارجه وزير د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال تود هركلے وكړو او ملاقات په مهال د شريكې خوښي په چارو، سي پيك فيز ټو ترمخه صنعتي او په بزنس ټو بزنس مرسته د خيالاتو څرګندوني سره دواړو وزيرانو دوه اړخيزه اړيكي لا مستحکمولو د عزم څرګندونه وكړه۔په دې موقع وفاقي وزير د وزيراعظم شهباز شريف د نيكو هيلو او خيرسګالۍ پيغام د چين قيادت ته ورسولو۔ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل سن ويډونګ په پاکستان كښې د سفارت کارۍ دور په مهال مونږ د سي پيك مزل اربونو ډالره منصوبے ته رسولې۔ده ووئيل اوسني سيمه ايز تاؤ ترېښوالي كښې چين د پاکستان غير مشروط حمايت كړې،د پاکستان اولس د چين په قيادت او اولس فخر كوي۔ احسن اقبال ووئيل د چين د پرمختګ ماډل زمونږ لپاره د لارې مشعل دے،پاکستان د چين د تجربو څخه استفاده كولو سره برآمدات او ټيکنالوجي په بنياد معيشت ښه كولو پلو روان دے۔ ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندوني سره د چين نائب خارجه وزير سن ويډونګ ووئيل چين بېلو څانګو كښې د پاکستان سره مرستي ته ودي وركولو له لوظي دے،پاکستان فائيو ايز فريم ورك سره به معاشي استحکام او د خپلواكۍ امکانات روښانه شي۔ ده ووئيل سي پيك منصوبو كښې قائدانه او په کليدي کردار چين كښې احسن اقبال ته د قدر په سترګه كتلې شي۔ ليکنه چليدنه د كرپټو او بلاك چېن وزير مملكت بلال بن ثاقب او د ټرمپ د ډيجيټل اثاثو د مشاورتي كونسل اي ډي بوهائنز ترمېنځه ملاقات د آئی ایس پی آر سمر انټرنشپ 2025 كښې شامل د خېبر پښتونخوا بېلو پوهنتونونو زدكونكو د د قلعه بالا حصار دوره وكړه