کوئټه۔ (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د فتنة الهندوستان ترهګرو انجام عبرتناك مرګ دے٬ هندي ملاتړ لرونكي ترهګر او د هغوي آله كار به چرته هم د پټېډو ځايې پېدا نه كړي۔ د خالي په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ته وزیراعلی هاؤس بلوچستان ته په راتلو وزيراعلی سرفراز بګټي هركلے ووے۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي دي چې وفاقي وزير او وزيراعلی سرفراز بګټي د ملاقات په مهال د بلوچستان د امن عامه او د فتنة الهندوستان ترهګرو ته د ماتې وركولو په اقداماتو خبرې وكړې۔ دواړو مشرانو د شهیدانو قربانيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې او هغوي لپاره يۍ د لوړو درجو دعا وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د فتنة الهندوستان ترهګرو انجام عبرتناك مرګ دے٬ هندي ملاتړ لرونكي ترهګر او د هغوي آله كار به چرته هم د پټېډو ځايې پېدا نه كړي٬ په صوبه کښې د امن ټینګښت لپاره هر ممکن اقدام شوے دے۔ ليکنه چليدنه روس كښې د مسافرو الوتكه پرېوتله٬ 46 مسافر مړه شول د نن محفوظ پاكستان زمونږ د اتلانو د سترو قربانيو نتيجه ده , آصف علي زرداري