اسلام آباد(مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په ورځ د نادرا میګا سنټر بلیو ایریا ناڅاپي دوره وكړه ، د وګړو په مثبت اثراتو يۍ انچارج او عملې ته شاباشې وركړو او هغوي ته يۍ د لا خوارۍ كولو تلقين وكړو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ناڅاپي دورې په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په نادرا مېګا سنټر كښې وګړو ته د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واغست او شناختي كارډز او نور دستاوېزات جوړولو له راغلې وګړو سره يۍ ملاقات وكړو او د هغوي تاثرات يۍ معلوم كړل۔ د كورنيو چارو وزير سره خپلو خبرو كښې وګړو مېګا سنټر كښې په مېشته آسانيو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل دلته كوم انتظار نشته ٬ كار په آسانۍ سره او زر كيږي۔ وګړو د كورنيو چارو وزير مننه كولو سره ووئيل دلته عمله هم مرسته كوؤنكې ده۔ دوئي ووئيل ستاسو د كورنيو چارو وزير جوړېدو سره حالات د پاك پروردګار په فضل ډېر ښه شوي دي۔ د كورنيو چارو وزير د وګړو په مثبت تاثراتو د مېګا سنټر شفټ انچارج او عملې له شاباشې وركړو او هغوي ته يۍ د لا خوارۍ سره د كار كولو تلقين وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د نادرا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل اېم منیر افسر او د هغه د ډلې كاركردګي وستائله۔ د دورې په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير وګړو ته د پېښو ځينو مسئلو پوښتنه وكړه او د هغې فوري حل كولو له يۍ په موقع احكامات جاري كړل۔ وفاقي وزير د نوي خودکار مشین معائنه هم وكړه۔ ده ووئيل ماته سنټر ته په راتللو ډېره خوشحالي وشوه چې دلته وګړي زيات انتظار نه كوي۔ ده ووئيل په نادرا كښې د انتظار نه بغېر د كار كېدل خوشبين دي۔ ده ووئيل وګړو لپاره په هره كچه آسانۍ پېدا كولو له به اقدامات كوو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *