اسلام آباد  (مانند نیوز) د هېواد په زياتره سيمو كښې به د راروانو 24 ساعتونو په مهال موسم ګرم او خشك دغسې میدانی سيمو كښې زيات ګرم وي۔د موسمياتو محكمې له مخې ګلګت بلتستان او كشمیر كښې د وريځ سره په ځيني ځايونو د باران امكان دے۔د تيرو 24 ساعتونو په مهال بالائی خیبرپښتونخوا ،اسلام آباد،خطه پوټھوهار، شمالي ختيز پنجاب، كشمیر او ګلګت بلتستان كښې د سيلۍ سره باران شوي۔تر ټولوز يات باران خیبرپښتونخوا: سیدو شریف كښې 18، مالم جبه كښې 17، چراټ كښې 04، كاكول كښې 03، دیر، كالام كښې 02،پنجاب: جهلم كښې 16، منګلا كښې 08، سیالكوټ كښې 06، اټك كښې 01،كشمیر: كوټلی كښې 09، راولاكوټ كښې 03،ګلګت بلتستان: استور كښې 07، بګروټ كښې 06 او سكردو كښې 05 ریكارډ شوي۔د اتوار په ورځ ریكارډ كړې شوي زيات درجه حرارت : جیكب آباد، تربت كښې 47، دادو كښې 46، شهید بینظیر آباد او پسنی كښې 45 ډګری سینټی ګریډ ریكارډ شوي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *