بیجنګ (مانند نیوز) چين په هند او پاكستان دواړو زور راوړو دے چې هغوي دې د امن او استحكام په پراخا ګټو كښې كار وكړي او په سولييز ډول دې د سياسي تصفيې لارې ته بېرته راوګرځي۔ د چين د خارجه وزارت وياند د خالي په ورځ د دواړو هېوادونو ترمينځه د روان تاؤ تريخوالي څخه وروستو ووئيل چين د هند او پاكستان ترمينځه په روانه وضعه ژور نظر ساتلے دے او په دې تاؤ تريخوالي زياته اندېښنه لري۔ وياند زياته كړه چې مونږ دواړو اړخونو ته تاكيد كوو چې هغوي دې د امن او استحكام په پراخا ګټو كښې كار وكړي او په سولييز ډول دې د سياسي تصفيې لارې ته بېرته راشي۔ دواړه دې له داسې كومې كارروايۍ كولو څخه ډډه وكړي چې ورسره تاؤ تريخوالې زيات شي۔ ده ووئيل دا به د دواړو بنيادي ګټو ٬ او مستحكمې او سولييزې منطقې لپاره مهم وي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي هم د دې تمه لري۔ ده زياته كړه چې چين دے مقصد لپاره تعميري كردار ترسره كولو له چمتؤ دے۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes ليکنه چليدنه د پي ایس ایل سیزن 10 پاتې ميچونه به په متحدہ عرب امارات كښې كيږي: پي سي بي پاکستان په نن ورځ ترسره شوي جنګ بندۍ لوظنامه عملدرآمد له لوظي دے ۔ د خارجه دفتر وياند