ریاض (مانند نیوز) د امریکې د توان وزیر کرس رائټ وئېلي دي زمونږ هېواد د سعودي عرب سره د توان په اړه او په سویلین نیوکلیئر ټیکنالوجۍ كښې مرستې لپاره په يوه ابتدائي لوظنامه به لاس ليك كوي۔ ۔ د عرب نیوز تر مخه د سعودي عرب په پايه تخت ریاض كښې د يو پریس کانفرنس په مهال د امریکې وزیر ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه د اتومي توان په اړه د مرستې تفصیلات به د روان كال تر اخر رامخې ته شي ۔ د هغه وېنا وه په هېواد كښې د تجارتي جوهري توان صنعت جوړولو ته پام لرنه كولې شي ۔ ’ په دې به سږ كال حقیقي پیش رفت كېږي ۔د سعودي وزیر کرس رائټ کنګ عبداللہ پیټرولیم سټډیز اینډ ریسرچ سینټر ته په رسېدو هر كلے وكړے شو۔ ۔کرس رائټ ووئېل د سعودي عرب سره په یقیني توګه 123 جوهري لوظنامې به كېږي ۔‘ هغه ووئېل واشنګټن مملکت كښې سویلین نیوکلیئر انډسټري ته پرمختګ وركولو لپاره د ریاض سره اوږد مهاله مرستې له هيله لري ليکنه چليدنه د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريکې ارکان کانګرېس غړو ملاقات پاکستان سپر لیګ (پی ایس ایل) 10 كښې 7م میچ سبا د دفاعي چیمپین اسلام آباد یونائیټډ او ملتان سلطانز تر مينځه كيږي