پېنډۍ  (مانند نیوز) امنيتي ځواكونو په خېبر او ډېره اسماعيل خان (ډي آئي خان) كښې په كاميابو كاروايو كښې 17 ترهګر وژلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د فرورۍ په 23مه نيټه په استخبارات اډانه د ډي آئي خان په درابن سيمه كښې عمليات وكړے شول٬ په دې موقع امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې په نخښه كړې چې په نتيجه كښې ئې 4 ترهګر ووژل شول٬ هم په دغه ورځ په عمومي مډي سيمه كښې امنيتي ځواكونو ترهګرو سره په جنګ كښې درې نور ترهګر ووژل او هغوي څخه وسله او ګوله باردو هم برامد كړے شول۔ دغسې په 23 فروري د شپې امنيتي ځواكونو د ضلع خېبر په عمومي باغ سيمه كښې په استخباراتي اطلاعات عمليات وكړل او د موثره كاروائۍ په نتيجه كښې امنيتي ځواكونو لس ترهګر ووژل او په سيمه كښې كليئرنس عمليات روان دي دغسې چې د نورو ترهګرو خاتمه باوري كړې شي۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده پاك پوځ هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره عزم لري۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *