اسلام آباد (مانند نیوز) د شمالي وزيرستان په ميران شاه سيمه كښې د مورني وطن دفاع كولو په مهال مړانې سره د شهادت درناوي ترلاسه كوؤنكي لېفټېننټ حسن اشرف شهيد (عمر 21 كاله، ډسټرکټ لاهور) د جنازې لمونځ په لاهور ګېريژن كښې ادا كړے شو۔ وزیر اعظم شهباز شریف، د دفاع وزیر ، د اطلاعاتو وزير ٬ حاضر سروس اعلی پوځي او سول چارواكو او د شهيد خپلوانو په جنازه كښې ګډون وكړو۔ د وزیراعظم آفس د میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل دا ستره قرباني زمونږ د فرزندانو د مضبوطې جذبې او مړانې يو په زړه پورې مثال دے كوم چې د هېواد دفاع او خپلواكۍ لپاره د خپل ځان قرباني وركړه۔ ده ووئيل ټول قام وسله والو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ لېفټېننټ حسن اشرف شهيد به د هغه د عظيمې قربانۍ په اعتراف كښې پوځي درناوي سره خاورو ته وسپارلے شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *