اسلام آباد(مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت د ميډيا د رغنده نيوكو هركلے كوي٬ په حكومتي پالېسيو رغنده نيوكې د ګورننس بهترۍ لپاره زياتې ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان براډکاسټرز اېسوسی اېشن پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ دوزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم خپلو خبرو كښې ووئيل حکومت او ميډيا يو بل سره د باور تړون لري٬ په حكومتي پالېسيو د ميډيا رغنده نيوكې د ګورننس بهترۍ لپاره ضروري دي٬ حكومت د ميډيا د رغنده نيوكو هركلے كوي ٬ په هېواد كښې د رايې څرګندونې بشپړه آزادي ده او حكومت د ميډيا د رياست په څلورمه ستن كېدو باور لري۔ وزيراعظم ووئيل اړان پاكستان په ځايي توګه تياره كړې شوې د هېواد د پرمختګ منصوبه ده كومه به چې د ميډيا او ټولو همكارانو په مرسته كاميابه كړؤ٬ د پاك پروردګار په فضل او كرم سره د هېواد استحكام څخه وروستو د پاكستان د پرمختګ رفتار چې په كال 2018ﺀ كښې كوم ځاے اودرولے شوے ؤ هم هغه ځاے څخه يو وارې بيا پېل شوے دے۔ ده ووئيل د ملګرو او ورونړو هېوادونو مننه كوؤ چې د هغوي په مرسته پاكستان د يفالټ كېدو خلې څخه بېرته راتللو سره د معاشي پرمختګ په لوري روان شو۔ ده ووئيل په هېواد كښې د ګرانۍ او د سود شرح كښې د كمي كرېډت د معاشي ډلې ستړو ته ځي٬ په برآمداتو كښې زياتوالې ٬ د صنعتي او كركيلې څانګې پرمختګ د حكومت د كاروبار دوست پالېسيو له امله ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو په نافذ كولو او بشپړه ډیجیټائېزېشن كار تندۍ سره روان دے۔ وزیرِاعظم ووئيل د پټرولیم مصنوعات، چینی، سرې ٬ اوړو او د داسې نورو توكو د قاچاق مخنيوي سره قامي خزانې ته زياته ګټه ورسېده۔ ده ووئيل په ترسيلات كښې زياتوالې بهر هېوادونو كښې د ژوند كوؤنكو پاكستاني وګړو په حكومتي پالېسيو د باور زياتېدو عكاسي كوي۔ وزیرِاعظم ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام قرباني وركړه٬ د پاك پوځ په شمول ټول قام به د دې ناسور تر ختمولو جنګ روان ساتي۔ وزیرِاعظم ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ مېوې ترلاسه كېدل پېل شوي دي۔ ده ووئيل د میاں نواز شریف او چينائي صدر شي جن پنګ د پاكستان او منطقې د پرمختګ خوب ريښتيا كېدو ته نزدے دے٬ حكومت د سي پېك منصوبو زر تر زره بشپړ كولو له شپه او ورځ هڅې كوي۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان معاشي سلامتيا لپاره د خپل سياست قرباني وركړه ٬ د هېواد پرمختګ لپاره به شپه او ورځ كار كوؤ۔ وزيراعظم صلاحيت لرونكي ځوانان او افرادي قوت د پاكستان تر ټولو لويه اثاثه ګرځولو سره ووئيل ځوانانو ته نړيوال معيار تعليم او تربيې آسانۍ او د يو ډول پرمختګ موقعې وركول زمونږ په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ پلاوي په معاشي اشاريو كښې بهتري خوشبينه ګرځولو سره ووئيل میډیا به د هېواد په پرمختګ او د ګورننس په بهترۍ كښې خپل مثبت كردار ترسره كوي۔ پلاوي د بجلۍ بيعې ټيټولو او د بجلۍ په څانګه كښې اصلاحاتو لپاره آئی پی پیز سره د حكومتي معاملاتو په غوره ډول ترسره كولو له د وزيراعظم د هڅو ستائنه وكړه۔ د پلاوي غړو ووئيل هېواد سياسي استحكام ته اړتيا لري٬ حكومت دې به په دې لړ كښې خپل مثبت كردار ترسره كړي۔ په دې موقعه د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د اطلاعاتو وزارت اعلی چارواكي ٬ د پاكستان براډ كاسټرو اېسوسي اېشن چيئرمېن مياں عامر ٬ میر ابراهیم، ناز آفرین سهګل، سلطان لاکھانی، سلمان اقبال، شکیل مسعود، ندیم ملک او کاظم خان موجود ؤ۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *