لاهور (مانند نیوز) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پيپلز پارټي سينيئر لارښود بيرسټر چوهدري اعتزاز احسن وليدل۔ د زيارت په ورځ د ملاقات په مهال د هېواد په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع ګورنر ووئيل په صوبه كښې د سياسي مشرانو د صوبائي حقونو لپاره په يو پلېټ فارم راجمع كولو له هڅې كوٶ۔ ده ووئيل د اعتزاز احسن غوندې جمهوريت او اصول پسند مشران زمونږ د هېواد اثاثه دي٬ د ګوند سينيئر مشرانو سره مشاورت او راهنمائي ضروري ده٬ مضبوط او جمهوري لحاظ سره مستحکم وفاق د بېنظير بھټو شهيد مشن ٶ۔ دغسې بيرسټر چوهدري اعتزاز احسن ګورنر ته په آئيني منصب د تعيناتۍ مباركي وركړه۔ ده ووئيل وفاق څخه د صوبې حقونه ترلاسه كولو لپاره د ګورنر كردار د ستائنې وړ دے۔ ليکنه چليدنه وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلوچستان كښې د امن او امان صورتحال ښه كولو په اړه د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو او د ترهګرو په ضد د بشپړه كاروائۍ امر وكړو چين نه پاكستان ته صنعتون منتقل كيدل خوشبينه دې،وفاقي وزير عبدالعليم