لاهور  (مانند نیوز) د مسجد نبويۖ امام او خطيب الشېخ ډاکټر صلاح بن محمد البدير خپله اووه ورځنۍ د خېرسګالۍ دورې بشپړولو نه د شورو په ورځ مدينه منوره ته بېرته ستونشوې۔ د لاهور په ايئرپورټ د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملك احمد خان، حافظ طاهر اشرفي او د سعودي سفير نواف سعيد المالکي ګران مېلمه ته مخه ښه ووئيل۔ په دې موقع ګران مېلمه په پاکستان كښې د قيام په مهال د اولس الحرمين الشريفين سره په مينه او عقيدت مننه كولو سره ووئيل چې دلته ترلاسه شوې مينه او احترام د هېرېدو نه دې۔ د يادونې وړ ده چې د پاكستان دورې په مهال د مسجد نبويۖ امام او خطيب د پاكستان صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، آرمي چيف جنرل عاصم منير، سپيکر سردار اياز صادق، چيئرمېن سينيټ سيد يوسف رضا ګيلاني، د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر خان، د پنجاب وزير اعليٰ مريم نواز شريف، مولانا فضل الرحمن او يو شمېر اعلٰې شخصياتو سره ملاقاتونه كړي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *