رياض۔(مانند نیوز) سعودي عرب كښې د مسجد نبوي ۖ انتظاميې وېنا ده په تېره يوه اونۍ كښې مسجد نيوي ۖ ته د 54 لاكهه 28 زره 718 نه زيات زائرين راغلل۔ د ايس پي اے تر مخه د مسجد نيوي ۖ د چارو جنرل اتهارټي د تېرې يوې اونۍ په مهال جماعت ته راتلونكو مونځ ګزارو او زائرين ته د وركړے كېدونكو خدمات شمېرې جاري كري۔ د اتهارټي وېنا ده د 5 لاكهه 5 زره او 7 سوو نه زيات كسان په روضه رسول ۖ حاضر شوي۔ دغسې په رياض الجنه كښې په مختلف وختونو كښې د بندېز او پرمټ سره 2 لاكهه 12 زره 946 كسانو مونځ ادا وكړو٬ د سجد نبوي ۖ خيال ساتونكې اتهرټي ووئېل د بېلو قوميتونو د يو لاكهه 52 زره 912 نه زيات كسانو ته په بېلا بېلو ژبو كښې خدمات وركړے شوي ٬ دغسې د زم زم 1810 ټنه اوبه وركړے شوي او د 218 نمونو تجزيه شوې ۔ په مسجد نبوي ۖ كښې په ببلو ځايونو روژه نيوونكو له 4 لاكهه 83 زره 194 د روژه ماتي پاكتونه وركړے شوي او د صفائي لپاره او د جراثيم خاتمې لپاره داروګان او ماده وكارولې شوه د كومو شمېره چې 20 لاكهه 92 زره 56 ليټرز وه۔ ليکنه چليدنه عمره كوونكې دې په حرمېن او د تګ راتګ په ځايونو د اوده كېدو نه ډده وكړي٬ د سعودي د حج و عمره وزارت د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ د چين او پاكستان ترمېنځه د تجارتي ودې د مرستې په مفاهمتي يادښت لاسليك او د بې دركه كسانو كورنيو لپاره د مرستې د پېكج منظوري