پېښور (مانندنیوز )د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين ګنډا پور د پېښور كبوتر چوك سيمې سره نزدې د نامعلومو شرخوښو لخوا د ټرافېك پوليس اهلكار محمد طاهر شاه د وژنې په سختو ټكو غندنه وكړه ۔په خپل بيان كښې وزيراعلٰی غم جنې كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د شهيد اهلكار بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په پوليس ډزو كښې د ككړ عناصر سمدستي نيولو لپاره پوليس ته د ضروري اقدامات كولو هدايت وكړو ۔ده ووئيل د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ده ووئيل په ډزو كښې ككړ عناصر به تر خپل انجام رسولې شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *