رام اللہ (مانند نیوز) د غزه د روغتيا وزارت وئيلي دي د اسرائيل په غزه كښې د روان جنګ په مهال په فلسطين سيمه كښې لږ تر لږه 34,735 كسان شهيدان شوي۔ د العربيه له مخې د وزارت په يو بيان كښې وئيلې شوي په دې شمېره كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال شهيد شوي 52 كسان هم شامل دي۔ وزارت زياته كړه چې د 7 اكتوبر بريد څخه وروستو په پېل شوي جنګ كښې غزه كښې 78,108 كسان ژوبل شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي د ګل په ورځ اسراِئيل فلسطیني وګړو ته د رفح ځينو برخو خالي كولو ووئيل او دې څخه دا په ډاګه كيږي چې دا غوښتنه د سوئيلي غزه په ښار كښې د حماس په پټو ځايونو د بريدونو كولو چمتوالے نيول دي ۔ په دې سيمه بريد كولو له اسرائيل له اوږدې مودې څخه دړكې وركوي چرته چې د جنګ د لاسه بې كوره شوو لس لكه څخه زياتو كسانو پناه اغستې ده۔ ليکنه چليدنه د سعودی تجارتی پلاوې د سرمایه کارۍ شريكې مرستې لپاره پاکستان ته راورسيد ۔ وفاقی وزيرانو جام کمال خان او مصدق ملك د ميلمنو هركلے وكړو د سي پيك د اولني پړاؤ لاندې د 25 اربه ډالرو منصوبې په پاكستان كښې سر ته رسيدونكي دي ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال