باجوړ(مانند نیوز ) د باجوړ ماموند تحصيل په بېلوټ فراش سيمه كښې د ګل په سهار د سړك په غاړه نصب كړې شوي بم چاؤدلو په نتيجه كښې 5 پوليس اهلكار شهيدان او 22 ژوبل شوي دي ۔ پوليس له مخې دا پوليس اهلكار د پوليو وېكسي نېشن ډلو امنيت باوري كولو له روان وو كله چې د دوي ګاډې د سړك په غاړه د نصب كړي بم د لارې په نخښه كړے شو۔ د شهيدانو مړي او ژوبل شوي په سمدستي توګه د خار روغتون ته منتقل كړے شول او روغتون كښې بېړنے حالت نافذ كړے شو۔ د روغتون د عملې له مخې په ژوبل شوو كښې د ځينو حالت اندېښمن دے چې ورسره د مړو شمېره زياتېدې شي۔ بلخوا د روغتون انتظاميې ځايي وګړو ته د وينې عطيه كولو غږ كړے دے۔ رپورټ له مخې شهيد او ژوبل شوي ټول پوليس اهلكار وو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *