لاهور(اے پی پی) په رائیونډ كښې د نړیوالې تبلیغي اجتماع لومړی پړاو پايې ته ورسېد- د اجتماع اختتامی دعا مولانا ابراهیم دیولا وکړه، د دعا په مهال دردوؤنکې مناظر وليدلې شوو۔ په اختتامي دعا كښې په فلسطيني او كشميري اولس د روانو ظلمونو په ضد او د اسلامي نړۍ د اتحاد او اتفاق لپاره خصوصي دعا وكړې شوه۔ د لومړي پړاؤ پايې ته په رسېدو د ګډون كوؤنكو د بېرته تللو عمل روان دے۔ د ټرېفك پوليس وياند لمخې د سټي ټرېفك پوليس لخوا ټرېفك روان ساتلو له اضافي اهلکار تعينات كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تبليغي جماعت د اجتماع دويم پړاؤ به په ۹م نومبر پېل كېږي۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes ليکنه چليدنه نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمان ملاقات فورسز په تيراه كښې استخباراتي بیسډ آپریشن ، 3 ترهه ګر مړه،آئی ایس پی آر