د رائيونډ تبليغي اجتماع اولنې پړاؤ پايې ته ورسيد

لاهور(اے پی پی) په رائیونډ كښې د نړیوالې تبلیغي اجتماع لومړی پړاو پايې ته ورسېد- د اجتماع اختتامی دعا مولانا ابراهیم دیولا وکړه، د دعا په مهال دردوؤنکې مناظر وليدلې شوو۔ په اختتامي دعا كښې په فلسطيني او كشميري اولس د روانو ظلمونو په ضد او د اسلامي نړۍ د اتحاد او اتفاق لپاره خصوصي دعا وكړې شوه۔ د لومړي پړاؤ پايې ته په رسېدو د ګډون كوؤنكو د بېرته تللو عمل روان دے۔ د ټرېفك پوليس وياند لمخې د سټي ټرېفك پوليس لخوا ټرېفك روان ساتلو له اضافي اهلکار تعينات كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تبليغي جماعت د اجتماع دويم پړاؤ به په ۹م نومبر پېل كېږي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں