دھرنا او احتجاج د سردار اختر مينګل او د هغه د ګوند حق دے،نګران داخله وزير

اسلام آباد (اے پی پی) نګران داخله وزير سرفراز بګټي وئيلي دي دھرنا او احتجاج د سردار اختر مېنګل او د هغه د ګوند حق دے خو دې لپاره د انتظاميې لخوا اجازه ضروري وي٬ مونږ به هغه سره خبرې اترې كوؤ او محدود مېنډېټ سره چې څه هم كولے شوؤ هغه به كوو٬ د پارلیمان په بشپړېدو بايد د بې دركه كسانو په معامله بحث وكړے شي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر مياں رضا رباني د اعتراض په نكته داخله وزير ووئيل بلوچستان نېشنل پارټي(مېنګل) په تېرو پنځو كلونو كښې د حكومتونو برخه پاتې شوې ٬ په ورستيو ورځو كښې دې ته د بلوچستان په حكومت كښې د شاملېدو موقع هم وركړې شوه٬ د پارليمان فورم دې ګوند سره ؤ ٬ بی اېن پی (مېنګل) ته په اسلام آباد كښې د پرېس كلب مخې ته د دھرنې اجازه انتظاميې وركړې وه خو دا ګوند رېډ زون ته راغلو او په احتجاج كوؤنكو كښې پخواني پارليماني غړي هم شامل دي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د بې دركه كسانو د مسئلې بېل سوبونه دي۔ ده ووئيل د پارليمان بشپړېدو څخه وروستو دې په دې مسئله داسې قانوني سازي وكړې شي چې كوم كسان په شرخوښۍ كښې ككړ دي د هغوي په ضد به امنيتي ځواكونه كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې بی اېل اے، بی اېل اېف، لشکر بلوچستان په شرخوښو فعاليتونو كښې ككړ پاتې شوي او هغوي د عامو وګړو او امنيتي اهلكارو په ضد كارروايۍ كړې دي۔ په كوئټه كښې چې كوم كسان له سلو كلونو څخه مېشته وو هغوي مجبوراً دغې ځائے څخه كډه وكړه۔ ده ووئيل دھرنا او احتجاج د اختر مېنګل او د هغه د ګوند حق دے مونږ به يۍ چېلنج نه كړؤ خو دې لپاره اجازه اخستل وي۔ ده ووئيل رېډ زون كښې د احتجاج اجازه چاته هم وركړې كېدې نه شي۔ اوس دوي دلته راغلي دي نو دوي سره به خبرې اترې وكړؤ٬ د دوي خبره به واورؤ او په محدود مېنډېټ كښې چې څه هم كولې شوو هغه به وكړؤ

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں