اسلام آباد(اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي په چين كښې په څلورم پېرا اېشين ګېمز كښې د پاکستاني پېرا اولمپئن حېدر علي په ډسکس تھرو كښې په ګولډ ميډل ګټلو ټول قام وياړ لري۔ د زيارت په ورځ په سوشل ميډيا اېکس خپل ټويټ كښې ده ووئيل د چين په هانګژو ښار كښې په څلورم پېرا اېشين ګېمز كښې د پاکستاني پېرا اولمپئن حېدر علي ډسکس تھرو كښې ګولډ ميډل ګټل ټول قام لپاره ډېره د وياړ لمحه ده۔ ده ووئيل د حېدر علي مينه٬ عزم او لويه كاميابي ټولو لپاره د پام وړ ده، حېدر علي تا ته دا كاميابي مبارك شه

50% LikesVS
50% Dislikes

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *