چکدرہ(نمائندہ مانند) د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن له اړخه د یو سټډي سرکل تابیا د ملاکنډ پوهنتون د درېم ګېټ سره پۀ دعا هاسټل کښې اوشوۀ. چې د صدارت کورسۍ ” اباسین خان ” سمبال کړۀ. د غونډې مېلمه ” اعزاز احمد صېب ” وو. د نظامت چارې خېبر بوسفزے سمبال کړې. د غونډې باقاعده آغاز د تلاوت کلام پاک نه اوشو چې سعادت یې ” محسن علي” حاصل کړو. د تلاوت کلام پاک نه روستو پۀ ټاکلې موضوع : ټولنیزې رسنۍ او صحافتي اخلاقیات Social media and journalistic ethics مېلمه خپلې خبرې وړاندې کړې. مېلمه اعزاز احمد صېب خپلو خبرو کښې د صحافتي اقدارو د بحث مباحثې سره سره د جرنلزم لنډه شان پېژندګلو اوکړۀ. او د یو صحافي اخلاقي فریضې یې بیان کړې چې صحافي د بغېر د اجازته د چا نه پوښتنې نه کوي دا اخلاقي تقاضا نه ده. بیا یې د ( Fake News ) دروغ خبر نشر کولو نه د ډډې اوېئل او دا وېنا یې اوکړۀ چې دروغ خبر به مونږ څنګ پېژنو؟ پۀ دغه لړ کښې مېلمه اوېئل چې د دروغ خبر د معلومولو طریقه دا ده چې مونږ د هغې ذریعې ته اوګورو چې دا د کومې راځي او نشر کوؤنکي یې څوک دي تر دې چې جرړې ته یې ځان اورسوؤ. د مېلمه د خبرو نه روستو د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن د تنظیم له اړخه ” پرهر پایئنده خېل ” د ټولو راغلو اورېدؤنکو ملګرو شکریه ادا کړۀ. د هغو د خبرو نه روستو د غونډې صدر خپلې خبرې پۀ لنډو لفظونو کښې وړاندې کړې. او پروګرام پائې ته اورسېدؤ. ليکنه چليدنه پاکستان او چين د اسرائيل-فلسطين جنګ خاتمې لپاره سمدستي د جنګ بندۍ غوښتنه کړي ايچ اي سي د بلوچستان سٹوڈنٹس له انډر ګريجوېټ سكالرشپ اعلان