پېنډۍ (اے پي پي) پاكستان د شورو په ورځ د وسلې نظام د ابابيل ويپن سسټم كاميابه تجربه كړې ده، د ميزائل سسټم د تجربې مقصد خپل ډيټرنس قوي كول دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د دې تجربې مقصد د مختلف ډيزائن، تکنيکي پيراميټرز او د وسلې د نظام د مختلف ذيلي نظامونونو د كاركردګۍ جاج اخستل وو٬ د ميزائل سسټم مقصد ډيټرنس مضبوطول او فل اسپيکټرم ډيټرنس د آپرېشنلائزيشن كولو د لارې په منطقه كښې استراتېژك استحکام زياتول دي۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمئن جنرل ساحر شمشاد مرزا، د ستراتېژك پلانز ډويژن او د ستراتېژك فورسز کمانډ سينئر افسرانو٬ د ستراتېژك ادارو سائنسمدارو او انجينئرز د کاميابې تجربې مشاهده كړې۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن په دې كاميابه تجربه د تکنيکي صلاحيت، مينې او عزم ستائنه وكړه۔ صدرمملکت، وزيراعظم او سروسز چيفس هم په دې كاميابۍ د ستراتېژك فورسز ټولو غړو له مباركي وركړې ده ۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes ليکنه چليدنه سي پېك شريك سباٶن سره د چين پاكستان كميونټي په جوړولو كښې د ستائنې وړ کوشش دے، کاکړ د چين او پاکستان اولسونو دوستۍ او حربی شراكتدارۍ ډېر اهميت لري, انوار الحق کاکړ