اسلام آباد (اے پی پی) د سعودي عربستان په بلنه به د غزې په تړانګه کښې د کړکېچن پوځي وضعیت په اړه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) اېكزېكټيو كمېټۍ یوه فوق العاده غونډه د اکتوبر په 18مه نېټه جده كښې كېږي۔ د خالي په ورځ په جده كښې د اسلامي مرستې تنظيم لخوا خپور شوي پرېس ريليز كښې ووئيلې شوو چې سعودي عربستان دا مهال د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې غونډې روان سېشن مشري كوي۔ د تنظيم اېګزېكټو كمېټۍ په غزه او دې سره پېوستو سيمو كښې د زيات شوي ګركېچن پوځي وضعيت سره سره د عامو وګړو ژوند خطر سره مخ كوؤنكو ناوړه حالاتو او مجموعي سلامتيا او استحكام لپاره په وزارتي كچه دا ما فوق العادة غونډه رابللې ده۔ ليکنه چليدنه پاړاچنا آر پي چوك ته نزدې ټريفيك حادثه کي 10كسان ژوبل شوي دي سي پېك د پاکستان سماجي او اقتصادي منظر نام بدله كړې کاكړ