اسلام آباد  (مانند نیوز) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د سعودي د 10 اربه ډالرو سرمايه كاري ترلاسه كولو لپاره پاكستان د عمل وړ منصوبې جوړوي، ريكوډك ګيم چينجر منصوبه ده، د ريكوډك منصوبې د فعال كېدو نه وړاندې په وړومبي كال كښې د 2.8 اربه ډالرو برامدي صلاحيت توقع لرو، پاكستان د مرستې نه بلكې د تجارت او سرمايه كارۍ د لارې پرمختګ كول غواړي۔ د سعودي عرب د انګليسۍ ژبې ورځپاڼې عرب نيوز سره خپلې مركه كښې د خزانې وزير ووئيل د سعودي عرب لخوا په پاكستان كښې د 10 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ چې كوم خواهش وړاندې څرګند كړے شوے ھغه بدل شوے نه دے او پاكستان اوس د نجي څانګې د عمل وړ داسې منصوبې جوړوي كومې چې به دواړه هېوادونه د بحران په اړه د مرستې فنانسنګ نه يو خوا د اوږدې مودې بزنس ټو بزنس اقتصادي مرستې پلو بوځي۔ د خزانې وزير ووئيل پاكستان اوس د سعودي عرب سرمايه كارۍ لپاره زيات په بهتر پوزيشن كښې دے ځكه چې د اوږد بحران نه وروستو د معاشي استحكام ابتدائي نښې رامخې ته كېږي٬ ګراني كومه چې په مئي كال 2023 كښې د 38 فيصد لوړې كچې ته رسېدلې ده اوس پكښې ځانګړے كمے راغلے دے ٬ ده ووئېل د روپۍ قدر مستحكم شوے او د زرمبادله پانګو كښې اضافه روانه ده ٬ دا پېشرفت منظم او د منضبط مالياتي او زري پاليسو نتيجه ده، فچ او د موډيز پشمول نړيوال رېټنګ ايجنسيو د پاكستان ريټنګ كښې اضافه كړې ده كومه چې د كلونو د تنزلۍ نه وروستو ځانګړے بدلون دے ، ده ووئېل پاكستان دا مهال د نړيوال مالياتي فنډ د 7 اربه ډالرو ماليت پروګرام په نيمائي كښې دے كوم چې په ستمبر كال 2024 كښې منظور شوے ٶ، د پروګرام دوېمه جائزه بشپړه شوې او د بورډ پرېكړه د دسمبر په پېل كښې متوقع ده٬ د دې پېشرفت څخه سرمايه كارو ته پېغام ځي چې د اوپن اكانومې په اړه خطر پرله پسې كمېږي۔ ده ووئيل دې پېشرفت د پاكستان عزت ھغه وخت زيات كړو كله چې زه د سعودي عرب، چين، امريكې او خليج

50% LikesVS
50% Dislikes

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *